ایرانی چارواکی: د افغان کډوالو اېستل ایراني ځوانانو ته د کاري وړتیاوو ښودلو فرصت دی

۶ ساعتونه مخکې

د تهران د والي د ټولنیزو او فرهنګي چارو عمومي مشر علي رضا چراغ علي وایي، د ناقانونه افغان کډوالو اېستل ایراني ځوانانو ته د کارموندنې او وړتیاوو لوړېدو په برخه کې یو مهم فرصت او ګام دی.

نوموړي شنبه (زمري ۴مه) ایرنا خبري اژانس ته ویلي: «د افغان کډوالو وتل یو بې‌ساری فرصت دی چې د ایران د ځوان نسل وړتیاوې په بېلابېلو برخو کې وځلوي».

چراغ علي زیاته کړه، دا کار کولای شي په ښاري خدماتو او قراردادي سکټورونو کې د مسلکي او لوستو ایراني ځوانانو د اغېزناک حضور زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، ګڼ شمېر وړ او کارپوه ځوانان له کلونو راهیسې داسې فرصتونو ته په تمه دي چې خپلې وړتیاوې ښکاره کړي، خو د بهرنیو کارګرو له امله دا زمینه نه ده برابر شوې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ناقانونه بهرنیو کارګرانو پرځای، اوس دا اسانتیا رامنځته شوې چې د کورنیو شرکتونو کارکوونکي او مسلکي ایراني کاري ځواک د لوړې کچې خدمتونو په ډګر کې خپلې تشې ډکې کړي

علي رضا چراغ علي څرګنده کړه چې هغه د بې‌‌اسنادو افغان کډوالو د اېستلو کلک ملاتړی دی، تر څو د داخلي بشري ځواک د پیاوړتیا او ځای‌ناستې لپاره پوره فرصت برابر شي.

نور خبرونه

رادیو