امرالله صالح وايي، مارکو روبیو او اسحاق ډار د ثبات د خرابولو په اړه کتلي

۸ ساعتونه مخکې

د مخکېني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې انځور او اېډېټ شوی متن پر خپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي دي. د هغه په وینا، دوی د ترهګرۍ خلاف نه، بلکې د هغې د پراخېدو او د سیمې د ثبات د خرابولو په تړاو کتلي دي.

په اصلي انځور او لیکلي متن کې راغلي چې مارک روبیو او اسحاق ډار د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او همکارۍ په اړه کتلي؛ خو په طنزیه ایډېټ شوې بڼه کې چې امرالله صالح خپور کړی راغلي، دوی د ترهګرۍ خلاف نه، بلکې د هغې د پراخېدو او د سیمې د ثبات د خرابولو په تړاو کتلي دي.

امرالله صالح پر خپلې اېکس‌پاڼې یاد انځور ته په اشارې سره ویلي چې «د واقعیت د ښه انځورولو لپاره یوه لږه بې‌اجازې اېډېټ.»

د مخکېني جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح په کراتو کراتو د پاکستان او په وروستیو کې د امریکا پر خلاف توندې او له غبرګونه ډکې څرګندونې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره درې ورځې وړاندې په نیویارک کې وکتل او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې سربېره د ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم غږېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو