طالبان: تېر کال د افغانستان پر هوایي حریم تر ۹۶ زره ډېرې الوتنې شوې

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان له فضا نه ۹۶ زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې تېرې شوې دي. یادې ډلې همداراز ویلي چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان دننه او دباندې ۲۰۰ الوتنې کېږي.

د طالبانو د یاد وزارت عملیاتي چارو مرستیال مولوي فتح الله منصور زیاته کړې چې دغه ډله په کابل هوایي ډګر کې د الوتنو د څار یو شمېر عصري سېسټمونه هم فعال کړي دي. همداراز یې یادونه کړې چې د ملکي هوایي چلند په انسټېسټیوټ کې اوس مهال ۳۰۰ زده‌کوونکي پر روزنه بوخت دي.

ورته وخت کې یو شمېر نړۍوال هوایي شرکتونه لا هم افغانستان ته نه ځي او د طالبانو د واکمنۍ له پیله یې کابل ته خپلې الوتنې بندې کړي دي. خو طالبان ادعا کوي چې د ترکیش هوايي شرکت تر څنګ د متحده عربي اماراتو ځینو هوایي شرکتونو بېرته افغانستان ته خپل پروازونه پیل کړي.

پر کابل د واکمنو ټرانسپورت‌ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، په ټول افغانستان کې د «۵۸۴۶ باروړونکو موټر او ۲۴۵ مسافر وړونکو» ټرانسپورتي شرکتونه ورسره په رسمي توګه ثبت دي. هم مهاله په هېواد کې د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خلک له ټرانسپورټي خدمتونو څخه شکایتونه هم کوي.

د بار وړونکو موټرو چلوونکي نیوکې کوي چې طالبانو یې پاکستان ته د تګ راتګ پر مهال د اړونده اسنادو ستونزې نه دي حل کړي او ډېر کله په یاد هېواد کې له ځنډ او خنډ سره مخ کېږی. په دې وروستیو کې اسلام‌اباد د بار وړونکو موټرو پر افغان چلوونکو ویزې جبري کړي او له همدې امله ټرانسپورټي شرکتونو جدي اندېښنې هم ښودلې دي.

نور خبرونه

رادیو