طالبان عصري علوم ضروري ګڼي، خو د ودې په برخه کې یې له جدي نیوکو سره مخامخ دي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا وايي چې د دیني زده‌کړو سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره عصري علوم ضروري او مهم دي.

هغه کابل کې په کانکور ازموینه کې چې د نجونو له ونډې پرته ترسره شوې د ممتازو شاګردانو په ستاین‌غونډه کې ویلي چې علم او پوهه داسې یو کمال دی چې د ترلاسه کولو لپاره هر څومره کوښښ وشي، بیا هم کمه ده.

نوموړي وویل: «د دیني علومو سربېره هغه علوم چې موږ ورته ضرورت لرو هغه عصري او سیاینسي علوم دي چې د ترلاسه کولو لپاره یې باید ډېرې هلې ځلې وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو تل له دې کبله نیوکې کېږي چې په افغانستان کې یې د عصري علومو ودې ته چندان پام نه دی کړی. همداراز دغې ډلې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګې پورته افغان نجونې د ښوونځي او پوهنتون له زده‌کړې محرومې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو