د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی چې د دغې ډلې متحسبینو د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوه ۸ کلنه ماشومه له جبري نکاح څخه ژغورلې ده. وایي، کورنۍ یې غوښتل دا یتیمه نجلۍ د پور په بدل کې یو بوډا سړي ته واده کړي.
د یاد وزارت ویاند مولوي سیفالاسلام خېبر شنبه (زمري ۴مه) په خپلې اېکسپاڼې کې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي. پر افغانستان د واکمنې ډلې د ناسمو سیاستونو، بندیزونو، نړۍوالې ټولنې سره د تعامل برعکس چلند او په هېواد کې د سخت اقتصادي ناورین له امله خلک اړ شوي چې خپلې کم عمره لوڼې د پیسو په بدل کې عمر خوړلو کسانو ته په نکاح کړي.
تر دې مخکې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول پېښې شوي او کورنیو یې لاملونه د لوږې او بېوزلۍ زیاتوالی بلل دی. څه موده وړاندې په ننګرهار کې یوې ښځې خپلې دوه لوڼې له دې امله پلور ته وړاندې کړې وې چې ګوندې د خپل ناروغ مېړه د درملنې لپاره پیسې نهلري.
یو شمېر بشري سازمانونو هم اندېښنې ښودلې چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین، بېوزلۍ او لوږې له امله د پیسو په بدل کې د کم عمره نجونو د ودیدو کچه تر بل هره وخته ډېره شوې ده.
د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د دغه ډول کړنو لپاره قانوني سزاګانې ټاکل شوې وې؛ خو طالبانو بیا یوازې د دغه ډول پېښو د مخنېوی خبرې کړي او عاملینو ته یې د سزا په تړاو هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي.
همداراز د طالبانو په یو شمېر غړو او سیمه ییزو قوماندانانو هم تورونه دي چې له کم عمره نجونو سره یې دویم، درېیم او ان څلورم ودونه کړي. که څه هم ملا هبتالله د خپلې ډلې غړي له دویم او یا له هغې زیاتو ودونو څخه منعه کړي:؛ خو د هغه دې حکم ته چندان پام نه دی شوی.