د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، چې د شنبې په ورځ شاوخوا ۷۳۶۸ افغانان له ایران او پاکستانه په زور اېستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه ډله ادعا کوي، له دې کسانو سره د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیا، مخابراتو او عامه پوهاوي په برخو کې بېړنۍ مرستې شوي.
د کډوالو ستونزو ته د طالبانو د رسېدنې عالي کمېسیون د شنبې د ورځې په راپور کې ویلي، چې د هېواد له بېلابېلو دروازو څخه ۱۱۴۰ کورنۍ چې شمېر یې ۷۳۶۸ تنو ته رسېږي، افغانستان ته په اجباري ډول راستانه کړل شوي دي.
یاد کمېسیون زیاتوي، چې ډېرې دا کورنۍ له ایران څخه د هرات د اسلامکلا او نیمروز د ورېښمو له بندرونو او له پاکستان څخه بیا د کندهار د سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي. همداراز، له کابل څخه هم یو شمېر کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
د راپور له مخې، یوازې د اسلامکلا له لارې ۹۸۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي، چې ټول ۶۶۴۶ تنه جوړوي. په نیمروز ولایت کې بیا د ورېښمو له لارې ۱۰۳ کورنۍ چې ۴۶۴ تنه یې غړي دي، ثبت شوې دي. له دې سره، ۶۴۸ تنه مجرد کسان هم له همدې لارې راستنه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ (۹۹ تنه) او د تورخم له لارې ۵۲ کورنۍ (۲۵۸ تنه) افغانستان ته داخل شوي دي. ټول راستانه شوي کسان ثبت، بایومیټریک او د موقتو اسنادو له مخې راجستر شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل اېکس کې لیکلي: «له ټولو راستنېدونکو افغانانو سره د شته امکاناتو په چوکاټ کې بشري، روغتیايي او مالي مرستې شوې دي. موږ ژمن یو چې دا بهیر به منظم دوام ومومي.»
خو د بشري حقونو فعالان بیا د کډوالو جبري اېستل یوه جدي اندېښنه بولي او وایي، چې دا ډول ستنېدنه باید د نړۍوالو اصولو خلاف ونه شي.
افغان کډوال، د سیمهییزو فشارونو او د نړۍوال ناورین ترمنځ
د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې چټکه شوې ده، د میلیونونو افغانانو ژوند ته لوی ګواښ جوړ کړی دی. په تېره بیا ایران کې د «جاسوسۍ» او «غېر قانوني حضور» تر تورونو لاندې لسګونه زره افغانان نیول شوي او شړل شوي دي. پاکستان بیا د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر وروسته، په رسمي توګه د ناقانونه ګڼل شویو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی، چې له امله یې تر اوسه له یو میلیونه زیات افغانان بېرته افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د بشري حقونو څار ادارې خبرداری ورکړی، چې دغه جبري ستنېدنه به د افغانستان پر بشري وضعیت نور هم ناوړه اغېز وکړي. یاد سازمانونه وایي، چې دا مهال افغانستان له سخت اقتصادي رکود، وچکالۍ، د خوراکي موادو کمښت، بېکارۍ او د ښځو پر حقونو د بندیزونو له امله له ژور بشري ناورین سره مخ دی.
د UNHCR ویاند ویلي و: «زموږ ټیمونه د افغانستان پر پولو ستړي، وږې او ویرېدلې کورنۍ ترلاسه کوي. دغه کسان نه سرپناه لري، نه د بیا مېشتېدو امکانات. د دوی بېرته ستنېدل به پر افغانستان نور هم فشار زیات کړي.»
په ایران کې مېشتو افغانانو ته ډېر کله د تابعیت، تحصیل، قانوني کار، یا ملکیت اجازه نه ورکول کېږي. له همدې امله ان هغه افغانان چې له کلونو راهیسې هلته اوسېدل، اوس بې اسناده ګڼل کېږي او په زوره اېستل کېږي. پاکستان کې هم ګڼ شمېر ثبتشوي کډوال د ځورونې، توقیف او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
د طالبانو حکومت بیا وایي، چې له اېستل شویو افغانانو سره یې د بشري مرستو، مالي همکارۍ، ثبت او انتقال په برخو کې عاجله رسېدنه کړې. خو د بشري چارو نړۍوال سازمانونه خبرداری ورکوي، چې د کورنیو لپاره د سرپناه، کار، زدهکړې او روغتیايي خدمتونو نشتوالی دا بهیر له یوه بشري ناورین سره مخ کوي.