د ایران ولسمشر: تهران نور کډوال نه‌شي زغملی او باید د تهران پر لور د کډوالو مخه ونیول شي

۳ ورځې مخکې

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وایي، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ په حکومتي ناسته کې تهران ته د نویو کډوالو د راتګ د بندېدو حکم صادر کړی دی.

مومني وایي: «تهران نور د کډوالو د ساتلو ظرفیت نه لري. حتی که موږ د برېښنا او ګاز ستونزې حل کړو، د اوبو تامین به لا هم یوه نه‌حلېدونکې ننګونه وي.»

نوموړي زیاته کړې: «لومړنۍ پرېکړه دا ده چې نور نفوس باید تهران ته و نه لېږل شي او موجوده حالت باید همداسې وساتل شي.»

د مومني په وینا، حکومت هڅه کوي چې د ایران د نورو ولایتونو له لارې د نفوس معکوس مهاجرت ته زمینه برابره کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل: «شاوخوا دوه میلیونه غېرقانوني کډوال باید له دې هېواده واېستل شي.»

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې تر دې مهاله یو میلیون افغان کډوال له دې هېواد څخه شړل شوي دي او پاتې نور هم باید بېرته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د اېستلو پراخ عملیات پيل کړي دي.

د کډوالو نړۍوال سازمان راپور ورکړی، چې یوازې په تېرو ۱۶ ورځو کې تر نیم میلیون زیات افغانان اېستل شوي، چې دا د وروستیو لسیزو تر ټولو لویه جبري اېستل بلل کېږي.

افغان کډوال وایي، په دې پروسه کې له دوی سره ناوړه چلند شوی دی.

ځینې راپورونه وایي، چې ناوړه چلند ان تر وژنو هم رسېدلې ده او ګڼ شمېر کډوال شکایت کوي، چې دوی ته د کار کولو مزدوري نه‌ده ورکړل شوې او د کور مالکانو یې هم د ګروي پیسې نه‌دي ورکړي.

نور خبرونه

رادیو