د پاکستانۍ رسنۍ ادعا: هند د طالبانو له لارې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او د هغه د ملي امنيت سلاکار اجيت دوال له اوږدې مودې راهيسې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکي د اسلام‌اباد د بې‌ثباته کېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

نوموړې ورځپاڼې د افغانستان د مخکېني‌ جمهوري نظام د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې دا هم لیکلي چې هند د طالبانو له لارې په افغانستان کې د پاکستان خلاف له وسله‌والو ډلو سره مالي مرستې کوي، وسلې ورته برابروي او ان خوندي پټن‌ځایونه یې هم ورکړي دي. همداراز پر کابل د واکمنو له لوري ورته د لوژستیکي امکاناتو برابرېدو او د ښکاره فعالیت د اجازې یادونه هم شوې ده.

مقاله وایي، د سمېع سادات دا څرګندونې د اسلام‌اباد د هغو اندېښنو ښکاره ډاډ دی چې هند په افغانستان کې د دوی ضد ډلو ملاتړ کوي. مقاله کې د سیمې د امنيتي کارپوهانو په اند، درې ستر عوامل د پاکستان د روانې بې‌ثباتۍ ريښې بلل شوي: «په افغانستان کې د حاکميت خلا، د امريکا له وتو وروسته پاتې پرمختللې وسلې او د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ترمنځ هم‌غږي او همکاري».

ملګرو ملتونو هم په تېر ۲۰۲۴ کال کې په خپل یو راپور کې ويلي و چې طالبان د دغو ترهګرو ډلو د فعاليتونو پر وړاندې چوپه خوله دي او پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه‌کوي.

د امريکا د یو نظامي څېړنيز مرکز وسټ پوینټ راپور ښيي چې د پاکستان خلاف ترهګرو ډلو ډيجیټلي شبکې د هند له خوا کنټرولېږي او د دوی د مخابراتو سرورونه د هند استخباراتو پورې تړلي دي. په دې راپور کې دا هم راغلي چې د کندهار او هرات هوايي ډګرونه چې اوس د نيابتي ډلو تر ولکې لاندې دي، د وسلو او بې‌پيلوټه الوتکو د لېږد اصلي مرکزونه ګرځېدلي.

ورځپاڼه کاږي، طالبانو افغانستان د نشه‌يي توکو او ترهګرۍ د نړۍوالې شبکې په مرکز بدل کړی. په ۲۰۲۴ کال کې د يوې ډنمارکۍ موسسې د څېړنې له مخې، له افغانستان نه د نشه‌يي توکو د ټرانزیت له لارې د بلوچستان په بې‌ثباتۍ کې مرسته کېږي.

د ۲۰۲۴ کال له پيله تر اوسه، په پاکستان کې تر پنځه زرو او ۴۰۰ ډېر ترهګریز بريدونه ثبت شوي چې له امله يې نږدې دوه زره وسله‌وال وژل شوي دي. د پاکستان د امنيتي ادارو په وينا، دا يوازې د دوی د پوځي عملیاتو يوه وړه برخه ده.

پاکستان له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د استفادې پر وړاندې بې‌طرفه پلټنه وکړي او لازم اقدامات تر سره کړي،‌ خو طالبانو په وار-وار د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي او ویاند یې لا څو ځله ویلي چې اسلام‌اباد دې د خپلې امنیتي ناکامیو پړه پر دوی نه اچوي.

نور خبرونه

رادیو