پاکستان وايي پر ټاکلي وخت د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژې پیلېدو ته ژمن دی

۲ ساعتونه مخکې

د صنعت او تولید په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هارون اختر په ازبکستان کې د دغه هېواد له لومړي وزیرعبدالله عارفوف سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې پاکستان د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پر وخت پیل ته ژمن دی او غواړي د دواړو هېوادونو اقتصادي او بانکي اړیکې پراخې شي.

هارون اختر د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارفوف سره د غونډې پر مهال وویل چې پاکستان پلان لري په ازبکستان کې د پاکستان ملي بانک څانګه پرانیزي او د ترجیحي سوداګرۍ تړون (PTA) لاندې د محصولاتو لړۍ نوره هم پراخه کړي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، هغه د پاکستان د پانګونې د امکاناتو، په ځانګړې توګه د درمل جوړونې په سکتور کې د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.

نور خبرونه

رادیو