طالبان: د احصایې او معلوماتو ادارې لومړیتوب د نفوس سراسري سروې ترسره کول دي

۵۸ دقيقې مخکې

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ریيس عبدالقاهر حاجي ادریس د اقتصادي همکاریو یا ایکو سازمان د غړو هېوادونو د احصاییوي ادارو د عمومي رييسانو په اتمه انلاین غونډه کې وویل، د دغې ادارې تر ټولو مهم لومړیتوب د نفوس او د کورنیو فهرست اخیستنې سراسري ملي سروې ترسره کول دي.

د طالبان د احصایې او معلوماتو ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه انلاین غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) د ایکو سازمان د دارلانشاء په کوربتوب او د دې سازمان د غړیو هېوادونو (افغانستان، ایران، ازبکستان، اذربایجان، ترکیې، قزاقستان، قرغېزستان، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان) د احصاییوي ادارو د عمومي رییسانو په ګډون جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې عبدالقاهر حاجي ادریس وویل: «اوس‌مهال زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب د نفوسو او کورنیو فهرست‌اخیستنې سراسري ملي سروې ترسره کول دي. موږ باور لرو چې اوسني شرایط د دې مهم کار د ترسره کولو او بریالیتوب لپاره مناسب دي، کوم چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې په افغانستان کې نه دی ترسره شوی.»

نوموړي د دې ادارې له لوري د ترسره شویو سروې‌ګانو او په دې برخه کې نورې مهمې لاسته‌راوړنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې او ژمنه یې وکړه، چې د خپل احصاییوي ملي سیسټم د عصري کولو لپاره به اوسني احصایوي میتودونه او ټکنالوژیکي نوښتونه سره یوځای کړي.

په دې غونډه کې غړو هېوادونو د «ایکو د احصایې پنځه کلن ستراتیژیک پلان ۲۰۲۱-۲۰۲۶» د پلي کولو، د ایکو د نوي لید د مسودې پر بنسټ (۲۰۲۶ – ۲۰۳۵) د اقتصادي څېړنو او احصایې (ERS) د نوي کاري پلان د تصویب او د همکاریو د لا پراختیا په تړاو هم بحثونه وکړل.

حاجي ادریس هیله څرګنده کړه، چې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د احصاییوي سروې‌ګانو او نورو لویو احصاییوي پروژو د ترسره کولو په برخه کې د تجربو شریکولو او تخنیکي ملاتړ اړوند همکارۍ لا پراخې شي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې شاوخوا ۲ میاشتې مخکې په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد اټکلي نفوس نږدې ۳۶.۴ میلیونه اعلان کړ او په وینا یې په دې کې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځینه دي.

ویل کېږي، چې په پلازمېنه کابل کې ۶ اعشاریه ۱ میلیون وګړي ژوند کوي او له ډلې یې ۳ اعشاریه ۱ میلیون یې نارینه او ۳ میلیونه یې ښځینه دي.

نور خبرونه

رادیو