افغانستان انټرنشنل ته د مارشال ځواب: ما لیک له درده په ډک زړه ولوست، وضعیت داسي نه پاتېږي

۱۳ ساعتونه مخکې

د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته د کابل د يوې بندې نجلۍ له پرانيستې لیک د خپرېدو وروسته دوستم، افغانستان انټرنشنل سره اړیکه نیولې او زياته کړې یې ده: «دا لیک يې له درده په ډک زړه سره لوستلی.»

نوموړي ټينګار کړی، چې اوسنۍ وضعیت به دوام ونه کړي او بدلون به راځي.

دغه لیک، چې د کابل یوې زنداني مېرمنې مارشال عبدالرشید دوستم ته لیکلی و او د جنبش ملي ګوند د مشر غبرګون يې را وپاروه.

نوموړي ژمنه کړې، چې «وضعیت په بدلون مومي.»

په دې لیک کې یوې مېرمنې له مارشال دوستم غوښتنه کړې، چې د هغو ښځو غږ شي، چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې له ټولنې ایستل شوي، ځپل شوي او خاموشه شوي دي.

په لیک کې ټينګار شوی، چې د ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند په وړاندې او د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره دي مقاومت وشي.

دغه زندانې ښځې مارشال دوستم ته ويلي: «خلک په ټول زړه او روح سره تاسو سره دي. د دې هیواد نجونې د طالبانو په وړاندې د یوه حرکت په تمه دي. که تاسو نن چوپ پاتې شئ، سبا به زموږ د قبرونو خاورې هم واخلي.»

په لیک کې دا هم راغلي: «د دې خاورې نجونې او ښځې د طالبانو تر پښو لاندې شوې دي. زندانونه د هغو نجونو له چیغو ډک دي چې د ازادۍ، د انسان کېدو او د ښځې کېدو د جرم له امله شکنجه کېږي.»

نور خبرونه

رادیو