د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان غواړي افغانستان ته سفر وکړي

۴۷ دقيقې مخکې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې هغه چمتو دی چې افغانستان ته سفر وکړي ترڅو په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې پزشکیان ټینګار کړی چې له ګاونډیو سره د اړیکو پراخول د هغه د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

په کابل کې د ایران سفارت د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې پزشکیان افغانستان ته د سفر لپاره لېواله دی.

په یادښت کې د مسعود بزشکیان له قوله ویل شوي: "زه چمتو یم چې افغانستان ته سفر وکړم ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یوه نوې پاڼه پرانیزم."

نور خبرونه

رادیو