د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند عملیاتي معین د شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د ادارې په کلنۍ غونډه کې وویل: «تېر کال د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه څه باندې ۱۴ زره الوتنې ترسره شوي چې له دې ډلې ۷۶۶۵ الوتنې په ځانګړي ډول له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه وې.»
فتح الله منصور وایي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه ۳۴۰۰ کورنۍ او ۴۲۶۵ بهرنۍ الوتنې ترسره شوې دي.
منصور زیاتوي، چې د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې ۲۴ ډوله څارنه، ساتنه او د تخنیکي ستونزو د مخنیوي لپاره منظمې کتنې ترسره کېږي او اوس افغانستان د روسیې، ترکیې، هندوستان، قطر، ایران عربي متحده اماراتو، چین، ازبکستان، پاکستان، کوېټ، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته الوتنې لري.