د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وايي، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر چنګاښ میاشتې پورې شاوخوا ۷۵۰ زره ناقانونه افغان کډوال د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په وینا، له دې ډلې ۸۰ سلنه کډوال په خپله خوښه تللي دي.
حسین جمشیدي زیاتوي:«د دوغارون په سرحد کې د افغان کډوالو د درناوي او باعزته ستنېدو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په دغه برخه کې د ایران او افغانستان خیریه بنسټونه، خدماتي ادارې او ټولنیز فعالان هم کار کوي.»
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد په تېرو څلورو میاشتو کې له یو مېلیون څخه ډېر ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړې دي.