طالبان وايي په ۱۶ ولایتونو کې یې له ۵۰۰ زرو جریبه ډېره دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په ۱۶ ولایتونو کې له غاصبیونو څخه ۵۱۰ زره او ۴۴۷ جریبه دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده.

د طالبانو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ویلي، یاده ځمکه په ننګرهار، کندز، جوزجان، تخار، غور، خوست، پکتیا، لوګر، نیمزور، پنجشیر، کاپیسا، سرپل، سمنګان، بادغیس، میدان وردګ او بامیانو ولایتونو کې د ځمکو قضیو ته د رسیدنې ځانکړو محکمو او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د پرېکړو پر اساس له څېړنو وروسته دولتي ثابته شوې ده.

نور خبرونه

رادیو