د طالبانو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوي ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې نوموړي د پېغمبر او مقدساتو سپکاوی نه دی کړی، بلکې یوازې عصري علومو ته ارزښت ورکولو له امله پر اعدام محکوم دی.
دوی ټینګار کوي چې پر هغه لګول شوي تورونه ناسم او بېاساسه دي.
په پکتیکا کې د مرګ په سزا محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش خپلوانو د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د پکتیکا ابتدایي محمکې له خوا «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش لکېدلي تورونه ناسم دي.
د خاموش یوه نږدې خپلوانو ویلي:«خاموش په مونږ کې یو ډېر هوښیار او لایقه شخص دی او هغه هېڅ کله داسې څه نه وايي او نه به یې ووایي، پر هغه لکیدلي تورونه دروغ دي.»
د عبدالعلیم خاموش یو بل خپلوان بیا وايي:« خاموش یو ډېر دینداره او په دین میین سړی دی یوازې خبره د عصري علومو ده او بیا په ځايي کچه تعصب هم ډېر دی.»
د خاموش کورنۍ ځیني غړي وايي چې هغه ته دې د مدافع وکیل نیولو حق ورکړل شي. هغوی وایي په دې اړه خبرې روانې دي خو تر اوسه ورته وکیل نه دی نیول شوی.
ځايي سرچینو د چنګاښ په ۹مه افغاستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی.
هغه مهال سرچینو ویلي و، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په دوه کاله بند محکوم کړی دی.
ځايي سرچینو ویلي وه، چې «نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاکردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري.»
له دې وروسته د طالبانو د ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبانو نوموړی ونیوه او زندان ته یې واچاوه.
وروسته سرچینو تایید کړه، چې د طالبانو د لومړۍ محکمې له خوا هغه ته د دوه کاله بند سزا اورول شوې ده.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خېبر تېره میاشت د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپل اېکس لیکلي و، چې د عبدالعلیم خاموش په نوم د یاد ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دغې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. هغه زیاته کړه، چې نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.
د خېبر په وینا، د پکتیکا ابتدایي محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې چې عبدالعلیم باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.
د افغانستان د جمهوري نظام پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل په یوه سپېس کې وویل چې، عبدالعلیم خاموش یوازې د عصري علومو ملاتړ او ستاینه کړې او په وینا یې له دې سره هېڅوک له اسلام څخه نه وځي او په دې برخه کې یاد ښوونکی پر حقه دی.
حمیدی زیاته کړه: «تر اوسه لا هم پر خاموش لکول شوي تورونه روښانه نه دي ځکه تر دې مهاله ورته کوم مدافع وکیل نه دی ګومارل شوی او محکمه هم علني نه وه.»
په داسې حال کې چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په ځلونو د طالبانو پر صحرايي محکمو او خپلسرو سزاوو نیوکې کړې دي او له دې ډلې یې غوښتي، چې دا کړنې پای ته ورسوي، خو لاهم وخت ناوخت خلکو ته د دغې ډلې لهخوا د «اسلامي شریعت» د تطبیق په نوم سزا ورکول کېږي.