د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت شنبه (زمری ۴مه) په یوه بیان کې ویلي چې د کابل ښار په ۷مه ناحیه کې یې ۶ کسان د ۱۱۹ بوتلو شرابو د قاچاقو په تور نیولي دي.
د اېکسپاڼې له لارې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.