سره له دې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خلک هره ورځ د کار د نشتوالي او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله شکایت کوي، خو د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ادعا کوي چې یوازې په رغنیزو پروژو کې یې ۴۰۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
طالبانو ویلي، چې تېر کال یې د ټول هېواد په کچه د شاوخوا ۲۰۰ رغنیزو او ترمیماتي پروژو چارې پیل کړي، چې پکې د سړکونو، پلونو، استنادي دېوالونو، کانالونو او نورو عامه بنسټونو جوړول شامل دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو پروژو څخه ډېر شمېر یې بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي، په داسې حال کې چې د یو شمېر نورو کارونه یې لا هم روان دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) د دغه وزارت د کلني لاسته راوړنو د راپور ورکولو پر مهال ویلي، چې د پروژو د کار پر مهال يې شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو ته په مستقیم او غېرمستقیم ډول د کار زمينه برابره کړې.
د دغه وزارت چارواکو تر اوسه دغو کسانو ته د کار د زمینې د برابرولو، تنخواوو، د کاري مودې او نورو اړوندو برخو په اړه هېڅ ډول جزیات نه دي شریک کړي.
یو شمېر خلک وایي، چې د طالبانو په دغه ډول رغنیزو پروژو کې لکه د سړکونو او چریو پاکولو د کار موده یوازې یوه اوونۍ یا تر لسو ورځو پورې وي، چې د هېڅ یوې کورنۍ اقتصادي ستونزې نه شي حل کولای.
طالبان په داسې حال کې یاد شمېر کسانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو خبره کوي، چې اوس مهال په افغانستان کې وزګاري خپل اوج ته رسېدلې او زرګونه مسلکي او کارګر کسان د کار په لټه کې ورځې او شپې سبا کوي.
د خلکو په خبره، د کار د نشتوالي له امله په دغه هېواد کې جنايي پېښې هم زياتې شوي، چې لویه برخه يې وسله والې غلاوې دي.
طالبان که څه هم ادعا لري، چې په بېلابېلو برخو کې يې کاري فرصتونه پراخ کړي؛ خو د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د بې روزګارۍ له امله لوږه مخ په ډېرېدو ده.