طالبانو له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړ

۱۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې یې د نوید اصغري او مشتاق احمد په نومونو له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور دوه کسان نیولي دي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند سېف الاسلام خېبر د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نیول شویو کسانو د غربي محتوا لرونکو سریالونو د ژباړې او دوبلې له لارې د غربي فکر او فرهنګ د ترویج هڅه هم کوله.
نوموړي بیا د دې رسنیو نومونه یاد کړي نه دي.
طالبانو یاد دوه کسان په داسې حال کې نیولي دي، چې تر دې وړاندې یې هم یو شمېر خبریالان له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیولي، شکنجه کړي او ان وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د یوه نیول شوي کس ویډیو هم خپره کړې، چې پکې وایي د ښځو او نارینه وو یوه ۳۰ کسیزه ډله د سریالونو په ژباړه او دوبلې وخت و.
نوموړی په داسې حال کې په دې ویډیو کې له دې کار څخه پښېماني ښيي، چې طالبانو تر دې وړاندې هم ډېر شمېر کسان جبري اعترافونو ته اړ کړي و.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند همداراز ویلي، چې د دوی محتسبانو یو شمېر د توليدي ادارو مسوولین نیولي او دفترونه یې هم ور تړلي دي.
په وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو په کابل کې لسګونه ښځې هم نیولې دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دې ډلې د بیان ازادۍ، رسنیزو فعالیتونو او فرهنګي خپرونو پر وړاندې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.
طالبانو نه یوازې په کورنیو رسنیو کې د سریالونو، هنري خپرونو او تفریحي پروګرامونو پر خپرېدو بندیز ولګاوه، بلکې د یو شمېر هغو رسنیو فعالیتونه یې هم ودرول، چې له بهره یې د افغانستان په اړه خپرونې کولې.
دغه اقدام معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې جدي خنډونه رامنځته کړي او د بیان ازادۍ وضعیت یې له پخوا لا هم خراب کړی دی.

نور خبرونه

رادیو