اروپايي ټولنې او جاپان په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان له نړیوالو تعهداتو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې، سرغړونه ونهکړي او ژمن پاتې شي.
په دې ګډه اعلامیه کې چې د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې، اورزولا فن در لاین، د اروپايي شورا مشر، انتوني کاستا، او د جاپان لومړي وزیر، شیګرو ایشیبا، د اروپايي ټولنېاو جاپان په ۳۰مه سرمشریزه کې ګډون کړی وو، راغلي دي: « موږ پر طالبانو دا غږ او ټینګار کوو چې د افغانستان د ټولو نړیوالو قانوني تعهداتو، په تېره بیا د بشري حقونو په برخه کې، بشپړ درناوی تضمین کړي. همداراز باید اجازه ورنکړي چې افغانستان د ترهګرو لپاره یو خوندي پټنځای شي.»
دواړو خواوو ټینګار وکړ چې هغوی د ګډو ارزښتونو – لکه د قانون حاکمیت، بنسټیز بشري حقوق، ډموکراسۍ او ازاد تجارت ملاتړي دي، او په دې برخو کې ژور شراکت لري.
په اعلامیه کې دا هم یادونه شوې چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو، په ځانګړې توګه د جمهوري نظام پر مهال، له ګڼو نړیوالو معاهداتو او کنوانسیونونو سره یوځای شوې و، خو طالبانو دا ژمنې نه دي منلې او نه عملي کوي.
طالبانو تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو پر بنسټیزو حقونو یې پراخ محدودیتونه لګولي، له ښوونې، کار، سفر او ټولنیز حضور څخه یې منع کړي، او د ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنه یې هم له پامه غورځولې ده.
اروپايي ټولنه او جاپان د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره یوځای له طالبانو غواړي چې د افغان ولس حقونو ته درناوی وکړي او هېواد د نړیوالو اصولو له مخې اداره کړي.