طالبان وايي، له اووه هېوادونو سره ټرانسپورټي تړونونه شوي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وایي، په ۱۴۰۳ کال کې یې له اووه ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره ټرانسپورټي تړونونه کړي او د پېښور او کوټې د کونسلګریو له لارې یې تر ۱۰ زره ډېر سوداګریز اسناد صادر کړي؛ خو د سړکونو ناورینونو او د ټرافیکي پېښو د تلفاتو په اړه یې څه نه‌ دي ویلي.

دغه وزارت شنبه (زمری ۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د تېر یوه کال فعالیتونه خپاره کړي دي. په دې فعالیتونو کې د کورنیو او بهرنیو پروازونو، په هېواد کې دننه د مسافرو د لېږد، هېواد ته د تللو او راغلیو سوداګریزو موټرو شمېر یاد شوی دی.

په دغه راپور کې همداراز ویل شوي چې په کابل ولایت کې یې د ۲۱ اډې یا ترمینلونو لپاره ځایونه په پام کې نیولي دي. د ۵۵ پروژو د عملي کېدو یادونه هم شوې؛ خو دا نه دي ويل شوي چې دا کومې پروژې دي.

په راپور کې ویل شوي چې په ۱۴۰۳ کال کې یې د نړیوال ټرانسپورټ په برخه کې له ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قراقستان، ترکیه، ایران او پاکستان سره ټرانسپورټي تړونونه کړي دي.

د دې راپور په دوام کې راغلي چې د دوی د پېښور او کوټې کونسلګریو سوداګریزو اتشو افغانستان ته د لنډمهالي ننوتلو تر ۱۰ زره ډېر سندونه (TAD) صادر کړي دي.

که څه هم په تېر یوه کال کې په افغانستان کې ډېر موټرونه ټکر شوي، اوښتي او ډېر تلفات یې هم درلودل؛ خو په دغه کلني راپور کې اشاره نه ده ورته شوې.

نور خبرونه

رادیو