د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې خپلو افسرانو ته امر کړي چې دڅارنې «جي پي ایس» بندونه په پراخه توګه وکاروي، ترڅوشاوخوا ۱۸۰ زره کډوال د ۲۴ ساعته څارنې لاندې راشي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قانون پلي کوونکې ادارې (ICE) خپلو افسرانو ته امر کړی چې د GPS بندونه (ankle monitors) په پراخه کچه وکاروي.
دا بندونه، چې له اوږدې مودې راهیسې د مدافع ډلو له لوري "ډیجیټلي زندانونه" بلل شوي، د هغو کډوالو د ۲۴ ساعته څارنې لپاره کارول کېږي چې د توقیف پر ځای ازاد پرېښودل شوي وي.
تمه ده چې دا نوې تګلاره به د ۱۸۰ زره کډوالو د دوامداره څارنې لامل شي، چې د د توقیف بدیل پروګرام (Alternatives to Detention) تر چتر لاندې ترسره کېږي.
دغه پروګرام د دې پر ځای چې کډوال د توقیف تر مرکزونو لاندې وساتي، هغوی د تخنیکي وسایلو له لارې څاري.
خو د کډوالو مدافعین وايي، دا ډول اقدامات د خلکو شخصي ازادۍ ته زیان رسوي، د هغوی د محرمیت حق تر پښو لاندې کوي، او کډوال د ټېکنالوژیکو بندونو لاندې په پټه توګه زنداني کوي.
هغوی خبرداری ورکوي چې دا بندونه یو ډول نوې څارنیزه بڼه لري چې د عدالت له اصولو سره په ټکر کې ده.
دغه پالېسي داسې مهال پلي کېږي چې د امریکا کډوالۍ سیستم له پراخو سیاسي او حقوقي نیوکو سره مخ دی.
څو ورځې وړاندې یو افغان ژباړن چې د امریکايي ځواکونو سره یې د افغانستان د جګړې پر مهال کار کړی و، د خپل ګرینکارډ د پروسې پر مهال د کډوالۍ قانون پلي کونکې ادارې افسرانو له خوا ونیول شو. دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو قانون پلي کوونکې ادارې د کډوالو پر ضد د څارنې فعالیتونو د پراخوالي خبر ورکړی.
دغه افغان، چې یوازې د "ضیا" په نوم یاد شوی، له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه د طالبانو د بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته وتښتېده. دوی ته په ۲۰۲۴ کال کې د بشر دوستانه پروګرام (humanitarian parole) اسناد ورکړل شوي وو.
ضیا له خپلو قانوني اسنادو سره د ګرینکارډ لپاره یوه ټاکل شوې مرکې ته ورغلی و، خو له ودانۍ د وتلو سره سم پټ مخو فدرالي افسرانو نیولی او نامعلوم لوري ته یې لېږدولی دی.