د تهران د کارګرو ټولنه: افغانانو د ایستلو سره ودانیز صنعت د کارګرانو له کمښت سره مخ شوی

پرون

د تهران د ودانیزو چارو کارګرانو ټولنه وايي، چې د افغان کارګرو د ایستلو له کبله ودانیز صنعت د سخت کاري کمښت سره مخ دی.

دغه ټولنې خبرداری ورکړی، چې په ایراني کارګرو د دغه تشې ډکول به زيات وخت او لګښت وغواړي.

د تهران د ودانیزو چارو کارګرانو ټولنې مشر ایرج رهبر د جمعه په ورځ (د زمري ۳مه) وویل، چې په تهران کې د ساختماني کارګرانو ۵۰ سلنه افغان کډوال وو او د ایران او اسراییل د جګړې له پیل او د دغه کډوالو له ایستلو سره ودانیز صنعت د کارګرو له کمښت سره مخ شوی دی.

نوموړي ویلي، چې افغان کډوالو زياتره په ساختماني کارونو کې کار کاوه او د هغوی شړل د دې صنعت لپاره ستونزې جوړې کړې دی.

ښاغلي رهبر زیاته کړې، چې د دې کارګرو له ایستلو وروسته د ساختماني چارو توليدي کچه راټيټه شوې او ځينې پروژې له ځنډ سره مخ شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغان کارګرو پر ځای د ایراني کارګرو ځای پر ځای کول وخت ته اړتیا لري او هم ډېر لګښټ لري.

ایرج رهبر ټینګار وکړ، چې د ټیټ معاش له امله ایراني کارګر په ساده ودانیزو چارو کې خوښ ندي او افغان کارګر په ټيټ معاش او بيمې پرته له دوی سره کار کوی.

هغه زیاته کړې: «د ایراني کارګر معاش د افغان کارګر په پرتله دوه برابره دی. دا طبیعي ده چې کار ورکوونکی غوره ګڼي چې افغان کارګران وګماري. اوس د دې کارګرانو ځای په ځای کول به وخت ونیسي.»

د راپورونو له مخې، ایران سږکال د افغان کارګرو په ګډون نږدې یو ملیون کډوال ایستلي دي.

تر دې وړاندې د تهران بس شرکت د کارګرو ټولنې د اندېښنې په ښودلو سره خبردارۍ ورکړی و، چې د کډوالو د ایستلو بهیر ورځ تر بلې زياتېږي.

د جبري ایستلو ترڅنګ د کډوالو سره د پولیسو د ناوړه چلند، د ترافیکي لارو په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو لخوا زور زیاتي او د ایراني کار ورکوونکو لخوا د کډوالو کارګرو د معاشونو نه ورکولو ډیری راپورونه هم ورکول شوي.

نور خبرونه

رادیو