د هلمند سیند مشاعره؛ هېڅوک نه شي کولی له حاکم څخه د فرمانونو دلایل وغواړي

۲۲ ساعتونه مخکې

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه په مرکزي لوبغالي کې د هلمند سیند د کلنۍ مشاعرې پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري زرګونه بروشرونه چې پکې له امیر او حاکم څخه د اطاعت اړوند موضوعات راغلي وېشل شوي و.

په دغو برشرونو کې په هر ډول شرایطو کې له حاکم څخه اطاعت کول واجب بلل شوي.

د دغو برشرونو یوه برخه چې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته رسېدلې تر ډېره او په هر ډول شرایطو کې له حاکم څخه پر اطاعت کولو ټينګار شوی دی.

په دغو برشرونو کې په هر ډول شرایطو کې له حاکم څخه اطاعت کول واجب بلل شوي او همداراز په ډاګه شوې چې لاس لاندې کسان نه شي کولی له حاکم څخه د فرمانونو دلایل وغواړي.

تر دې مخکې ځينو طالبانو ویل چې د جهاد کولو په برخه کې د هېچا امر ته اړتیا نشته خو په دغو بروشرونو کې ویل شوي، که حاکم لاس لاندې کسان له جګړې منعه کړي نو لاس لاندې کسان د دې حق نه لري چې د منعه کېدو دلایل وغواړي.

د دغو بروشرونو په یوې برخه کې همداراز ویل شوي، د جهاد کولو یا نه کولو، له کفارو سره د سولې کولو یا نه کولو او نورو ورته مسایلو ټول واک له حاکم سره دی او منل یې پر لاس لاندې کسانو او رعیت واجب دي.

نور خبرونه

رادیو