د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوې سیمې شاوخوا ۸ ټنه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د یوې داوطلبۍ له لارې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو ډبرو کې کونزاېټ، بېروج، مارګنېټ او بلور شامل دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو پیسو کې ۱۵ میلیونه یې د طالبانو ونډه ده او په ترسره شوې بولۍ کې ۲۰۰ پانګوالو او سوداګرو ګډون درلود.