زرغون بهیر: د قره‌داغي څرګندونې د طالبانو د مشروعیت لپاره د قطر د استخباراتو هڅه ده

پرون

د افغانستان زرغون بهیر وايي، چې د مسلمانو علماوو د نړېوالې ټولنې مشر علي قره داغي د طالبانو د رسميت پېژندې غوښتنه د قطر د استخباراتو په اشاره کړې.

دغه بهیر ویلي د عراق کردستان دغه ملا علي قره داغي چې دا مهال په قطر کې اوسيږي د اسلام پر تندي یو داغ دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح تر مشرۍ لاندې زرغون بهير د پنجنشبه په ورځ (د مزي ۲مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« د مسلمانو علماوو د نړېوالې ټولنې مشر علي قره داغي، چې په قطر کې مېشت دی د قطر استخباراتو لپاره کار کوي.»

هغه څو ورځې وړاندې له اسلامي هېوادونو څخه غوښتې وه، چې طالبان په رسميت وپېژنې.

زرغون بهیر یا رسا وايي، چې قطر له سعودي عربستان سره پټ او ښکار رقابتونه لري او غواړي دغه سړی د اسلامي نړۍ د عالمانو د نړيوالې ټولنې د مشر محمد بن عبدالکریم پر وړاندي د موازي سیال په توګه وروزي.

رسا لیکلي: «قره‌داغي په حقیقت کې د اسلام پر تندي یوه داغ دی. هغه د قطر د استخباراتو په امر له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې طالبان په رسميت وپېژني.»

زرغون بهیر د طالبانو تر واک لاندې رسنيو له خوا د نوموړي خبرې نشرول د شرم وړ ګڼلي دي.

دوی زياته کړې ده: «رسا غواړي، چې خلکو ته دا خبره روښانه کړي، چې دا کس د اسلامي مقدس دین د اصولو پر بنسټ نه، بلکې د حرامو معاشونو د اخیستو له امله، دا شرموونکې غوښتنه کړې ده.»

د مسلمانو علماوو د نړېوال اتحاد مشر علي قره داغي څو ورځې وړاندې د اسلامي نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی، چې د دې وخت را رسېدلی چې مسلمانان خپله طالبان په رسمیت وپېژني؛ نه دا چې دا کار هغو نړېوالو حسابونو ته پرېښودل شي چې رحم نه لري او دوه ګوني معیارونه لري او د هیچا سره انصاف نه کوي.

نور خبرونه

رادیو