د ډله ییز امنیت تړون سازمان د تاجکستان ـ افغانستان پولې ته د وسلو د لېږدولو پرېکړه کړې

۲۰ ساعتونه مخکې

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د جمعې په ورځ د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا په تړاو ناسته کړې او پرېکړه یې کړې، چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته د امنیت د ټینګښت په موخه وسلې ولېږدوي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان له لوري د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه سازمان سرپرست منشي والېري سېمرېکوف د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا پروګرام د لومړۍ مرحلې د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندې کړي او د تاجکستان ـ افغانستان ترمنځ د پولې امنیت ټینګول، د ترهګرۍ مخنیوی او د سیمه ییز ثبات پیاوړتیا یې اړینه بللي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د غړيو هېوادونو له خوا د وسلو، پوځي تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو لیست وروستی شوی او غړي هېوادونه به د خپلو امکاناتو له مخې وسلې او تجهیزات تر چمتو کولو وروسته د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو وروځې وړاندې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان په پنج ولسوالۍ کې د دغه هېواد د امنیت د کمېټې اړوند سرحدي ځواکونو ته د څار لپاره څلور پرمختللې کامرې ورکړې وي.

نور خبرونه

رادیو