ریچ: درې میلیونه افغانان به په راتلونکي ژمي کې د سختې یخنۍ له ګواښ سره مخ شي

۱۴ ساعتونه مخکې

نړیوال بشري مرستندویه بنسټ «ریچ» په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د راتلونکي ژمي په جریان کې به تر درې میلیونه زیات خلک د افغانستان په ۲۸۹ سیمو کې د سختې یخنۍ له جدي ګواښ سره مخامخ شي.

په راپور ویل شوي چې ساړه نه یوازې د انسانانو ژوند ته ګواښ پېښوي، بلکې د خلکو معیشت، د څارويو ژوند او د ورځني ژوند اسانتیاوې هم له ګواښ سره مخ کوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په غرنیو سیمو کې ژوند کوي.

په راپور کې ویل شوي، شاوخوا درې میلیونه او ۴۸۳ زره کسان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د یخنۍ تر ټولو لوړ ګواښ پکې موجود دی. همداراز، ۵۵۵ سیمې د ډېر خطر لرونکو، او ۷۸۲ نورې سیمې د منځني ګواښ لرونکو په توګه درجه‌بندي شوې دي.

دا ډېر خطر لرونکي سیمې زیاتره د افغانستان په شمال‌شرق، مرکز او لویدیځو برخو کې موقعیت لري. بدخشان او غور هغه ولایتونه دي چې زیات شمېر خلک پکې د یخنۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

راپور زیاتوي، چې د یخنۍ د خطر تر شا بېلابېل عوامل دي، لکه د خلکو د عاید ډول، د څارويو لپاره د سرپناه نشتوالی، جغرافیایي محدودیتونه، او د سړکونو او ترانسپورتي شبکو ته نه‌لاسرسی. دا ټول عوامل د یخنۍ تر څنګ د سیمو زیان‌منوونکي حالت لا پسې خرابوي.

ریچ ویلي، غور ولایت په جنوري ۲۰۲۳ کې یو له سړو ژمیو څخه تجربه کړ. د هوا تودوخه تر منفي ۳۳ درجې سانتي‌ګراد پورې راټیټه شوې وه، چې له امله یې له اویا زرو زیات څاروي تلف شوي او اویا تنه انسانان مړه شوي وو.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دغه ارزونه د ۲۰۰۰ تر ۲۰۲۴ پورې د شته معلوماتو پر بنسټ شوې ده، خو د اقلیم بدلونونو ته په کتو ممکن داسې ناڅاپي او سختې پېښې هم رامنځته شي چې د تېرو معلوماتو له مخې یې وړاندوینه نشي کېدلی.

دا هم یاد شوي چې راپور کې کارول شوي شمېرې تخمینې دي، ځکه چې په افغانستان کې دقیقه رسمي احصائیه شتون نه لري.

نور خبرونه

رادیو