ازادۍ جبهه: د طالبانو منل، د بشري حقونو او اروپایي ژمنو ښکاره نقض دی

۱۵ ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د ازادی جبهې د یوه رسمي یادښت له لارې د جرمني د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د طالبانو د استازو منلو پرېکړه لغوه کړي او د کډوالو په چارو کې هر ډول همکاري د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د افغانستان د مشروع ډیپلوماټانو له لارې ترسره شي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې چې د طالبان ضد وسله واله ډله ده، د یوې اعلامیې له مخې، د جرمني له بهرنیو چارو وزارت سره په یو رسمي یادښت کې د دغې پرېکړې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې د طالبانو استازي یې د افغانستان په استازیتوب په رسمي ادارو کې منلي دي.

په دغه یادښت کې ویل شوي، د طالبانو استازو ته رسمي ځای ورکول د جرمني د اساسي قانون د ۱ او ۲۰ مادو ښکاره نقض دی، هغه اصول چې د انسان کرامت ته درناوی د دولت پر ټولو ادارو لازمي بولي.

ازادۍ جبهه همداراز یادونه کړې چې دا پرېکړه د اروپایي ټولنې د بنسټیزو حقونو د منشور له څلورمې مادې او د اروپایي بشري حقونو د کنوانسیون له درېیمې مادې سره هم تضاد لري، کوم چې د بشري حقونو ناقضو رژیمونو سره د هر ډول همکاري او کډوالو داسې ځای ته بېرته استول، چې له شکنجې یا غیر انساني چلند سره مخامخ شي، مطلق منع کوي.

په یادښت کې ټینګار شوی چې د جرمني دا اقدام د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا (پریکړه‌لیکونه ۲۴۶۷ او ۲۴۹۳) کې د دې هېواد له مخکښ رول سره هم ښکاره ټکر لري.

د یادښت یوه برخه وايي:«ازادۍ جبهه د جرمني د فدرالي جمهوریت له حکومت څخه غواړي چې د طالبانو د ګومارل شوو استازو د منلو پرېکړه بېرته واخلي او هر ډول همکاري د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې، د افغانستان د مشروع ډېپلوماټانو له لارې تنظیم کړي، تر څو دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو مخه ونیول شي.»

جبهې همداراز ویلي، دا پرېکړه، که څه هم د کډوالو د ستنولو د اسانتیا لپاره شوې خو ګواښ دا لري چې داسې یو ډلې ته عملي مشروعیت ورکړي چې رسمي سیاستونه یې د جرمني د اساسي قانون، نړیوالو تعهداتو، او د بشري حقونو د ارزښتونو سره ښکاره مخالفت لري، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې.

ازادۍ جبهې د خپل پیغام په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغان ولس د حقونو دفاع ته ژمنه ده او د طالبانو د رژیم د مشروعیت‌ ورکولو پر ضد به مبارزه روانه ساتي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په تازه پرېکړه کې اعلان کړی چې د افغانستان د سفارت قونسلي خدمات به له دې وروسته د طالبانو له‌خوا معرفي شویو ددغه ډلې کارکوونکو ته وسپاري. دا پرېکړه، که څه هم د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو مانا نه لري، خو د طالبانو د حکومت لپاره یو عملي امتیاز ګڼل کېږي.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو لا هم د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو د تعلیم، کار او ازادیو په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي، او د نړیوالو له خوا یې د رسمیت پېژندنې مخه نیول شوې ده.

د دې پرېکړې له اعلان سره سم، د افغانستان د ازادۍ جبهې په ګډون، ګڼو سیاسي او مدني حرکتونو اندېښنه څرګنده کړې او دا ګام یې د طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په لور یو خطرناک پرمختګ بللی دی.

نور خبرونه

رادیو