د نورستان اوسېدونکي: طالبانو د وانت وایګل ولسوالۍ وېشلو سره په قومونو کې نفاق رامنځته کړی

۲۲ ساعتونه مخکې

د نورستان یو شمېر اوسېدونکو د وانت-وایګل ولسوالۍ د وېش او د نوې ولسوالۍ د مرکز ټاکلو پر ضد اعتراض کړی او له طالبانو یې غوښتي چې دا پرېکړه لغوه او پخوانۍ ولسوالۍ ته د لومړۍ درجې امتیاز ورکړي.

دغه اعتراضي غونډه د نورستان ولایت لسګونو اوسېدونکو له خوا د جمعې په ورځ تر سره شوې دی.

دغه اعتراض کوونکو د خپلې اعتراضي غونډې په پای کې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره ویلي، چې د طالب چارواکو له خوا په ولایت کې د یوې نوې جوړې شوې ولسوالۍ د مرکز ټاکلو پرېکړې د نورستان د قومونو یووالی او پیوستون له منځه وړی دی.

طالبانو پرېکړه کړې چې د «وانت وایگل» ولسوالی په دوو برخو ووېشي، یوه به د پخواني «وانټ» په نوم پاتې شي او بله به د نوې «وایگل» په نوم. خو د نوي وایگل ولسوالۍ د مرکز ټاکنه د ځایي خلکو او ځینو طالبانو چارواکو له خوا په سختۍ سره رد شوې ده.

د دغه معترضو کسانو له ډلې یو کس وايي:«طالبانو په خپله خوښه د نوې ولسوالۍ لپاره مرکز ټاکلی دی او موږ د طالبانو د دې پریکړې څخه ناخوښه یوو.»

دوی وايي، طالبان دې د نوې ولسوالۍ مرکز د سیمې د خلکو په خوښه وټاکي او که دا کار ونه شي، ښايي په سیمه کې د مېشتو قومونو ترمنځ ناندرۍ رامنځته شي.

دوی له طالبانو غوښتي، چې د نوې ولسوالۍ جوړول دې لغوه او پخوانۍ ولسوالۍ ته دې د لومړۍ درجې ولسوالۍ امتیاز ورکړي.

نور خبرونه

رادیو