د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت پولیسو د شاجوی پر عمومي سړک یو مازدا ډوله موټر تم کړی، چې زر کیلوګرامه تاریاک ترې ترلاسه شوي دي. بل خوا طالبان په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د غلا، قتل او ناقانونه وسلو په تور د ۲۴ کسانو د نیولو خبر ور کوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرچینې وايي، چې یاد مخدره مواد په ډېر مهارت سره د موټر دننه ځای پر ځای شوي وو، خو د پولیسو د دقیقو تلاشیو په پایله کې کشف او ضبط شول.
یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د عملیاتو پر مهال دوه شکمن کسان هم نیول شوي، چې تر لومړنیو تحقیقاتو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د طالبانو دغه وزارت زیاتوي، چې د مخدره موادو د تولید، قاچاق او پلور پر ضد یې مبارزه دوام لري او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې له قانون څخه سرغړونه وکړي.
په ۲۵ نیول شویو کسانو کې، د کندز ولایت پولیسو ۱۱ تنه او د هرات پولیسو ۸ تنه د غلا په تور نیولي دي. همدارنګه درې تنه په کونړ کې د قتل په تورنیول شوي، دوه تنه غزني کې د غلا او ناقانونه وسلو په تړاو نیول شوي او یو وسلهوال هم په فاریاب ولایت کې نيول شوی دی.
د طالبانو د پولیسو چارواکي وايي، له دغو نیول شویو کسانو سره به قانوني چلند وشي او د جرمونو د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې دوام لري.