د سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره: د افغانستان او سوریې ترهګرې ډلې زموږ استخبارات غولوي

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا مرکزي استخباراتو یا سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي چې طالبان، القاعده، داعش-خراسان او نورې تندلارې ډلې د امریکا استخباراتي ادارو ته د جعلي معلوماتو په خپرېدو سره «دوکه» ورکړې ده.

مېرمن اډمز دا څرګندونې جمعه (زمري ۱۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه کړې مطرح کړې دي. هغې لیکلي: «تندلارې ډلې قصداً درواغجن معلومات خپروي، زموږ استخباراتي نظام یې مني او تمرکز یې له اصلي موخې منحرفېږي. دا یوه استخباراتي جعل‌کاري ده.»

نوموړې ماموره وايي، طالبانو په افغانستان او د جولاني ډلې په سوریه کې استخباراتي دروغ خپاره کړي؛ داسې معلومات چې د همدغو ډلو په ګټه وي، استخباراتي ادارو ته لېږدول کېږي او بیا د پالیسۍ پر پرېکړو اغېز کوي.

هغې د یوې بېلګې په توګه ویلي چې القاعده شبکه د «لوی هند» او «داعش-خراسان» په اړه جعلي کیسې جوړوي، دغه معلومات بیا د امریکا استخباراتو ته رسېږي او له امله یې د القاعده پر اصلي ګواښ سترګې پټې کېږي.

سارا اډمز همداراز ادعا کوي چې په امریکا کې هم یو شمېر افغان کډوال شته چې دوه‌ګونی رول ترسره کوي. د هغې په وینا، هغوی ځانونه خبریالان، مدني فعالان یا د امریکا له پخواني پوځ سره همکاران معرفي کوي؛ خو د پردې تر شا د امریکا استخباراتو ته ناسم او ګمراه‌کوونکي معلومات ورکوي. نوموړې زیاتوي دا کسان زیاتره د حقاني شبکې له‌خوا تمویلېږي.

نوموړې همداراز وايي ترهګرې ډلې اوس د جعلي غونډو او ډرامو له لارې د استخباراتو سترې شبکې غولوي؛ خو د امریکا حکومت لا هم دا خبره نه مني چې تندلارې ډلې دومره هوښیارې شوې دي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو یادې مامورې دا هم ویلي، د امریکا استخبارات، په ځانګړي ډول د سي‌ای‌اې د افغانستان څانګه له جدي زیان سره مخ شوې چې یو لامل یې همدا جعلي معلومات دي.

هغې خبرداری ورکړی چې القاعده د اسامه بن لادن د دویم نسل له لوري د بریدونو لپاره تیاری نیسي او استخباراتي ادارې باید بیداره شي. هغه لیکلي: «موږ جنګیالي نه غواړو، خو هغه چارواکي هم نه غواړو چې د فیل په غوږ کې ویده وي.»

نور خبرونه

رادیو