فرانسه به په راتلونکي سپټمبر کې فلسطین د دولت په توګه په رسمیت وپېژني

۳ ورځې مخکې

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، چې هېواد به یې په راتلونکي سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت پېژندنه اعلان کړي او هیله لري چې دا ګام به د سیمې دسولې بهیر ته لاره هواره کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر مکرون د پنجشنبې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ اعلان وکړ، چې فرانسه به د فلسطین رسمي پېژندنه د ملګرو ملتونو په راتلونکې عمومي غونډه کې ترسره کړي.

نوموړي په یوه لیک کې، چې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته یې لېږلی، د دې پرېکړې پخلی کړی دی.

مکرون وویل: «موږ باور لرو چې د فلسطین رسمي پېژندنه به د سیمې د سولې بهیر بیا فعالولو لپاره مهم ګام وي.»

نوموړي زیاته کړه ،فرانسه له اوږدې مودې راهیسې د دوه دولتونو د حل ملاتړ کوي او دا پرېکړه به د فلسطیني ولس د مشروع حقونو په رسمیت پېژندلو کې یو تاریخي ګام وي.

که دا اقدام عملي شي، فرانسه به د لوېدیځو هېوادونو له ډلې لومړنی ستر ځواک وي چې فلسطین په رسمي ډول د خپلواک دولت په توګه پېژني.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې جګړې، کړکېچونه او د سولې د خبرو ځنډېدنې نړیوال فشارونه زیات کړي دي.

نور خبرونه

رادیو