اسراییلي چارواکی: غزې ته مرستې نه، بلکې کډوالۍ ته يې باید زمینه برابره شي

۴ ورځې مخکې

د اسراییل د پارلمان د ملي امنیت کمېټې مشر تسفیکا فوګل ویلي، چې د غزې خلکو ته باید هېڅ ډول مرستې ونه‌رسېږي او یوازینۍ انساني لاره دا ده، چې هغوی ته د رضاکارانه کډوالۍ زمینه برابره شي.

فوګل له یوې محلي راډیو سره په مرکه کې ویلي: «هغه شېبه چې دا کار وشي، موږ به د بریا پر لور یو ګام نږدې شوي یو.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې نړۍوال راپورونه ښيي اسراییل له یو شمېر هېوادونو سره اړیکې نیولي، څو د غزې د خلکو د ډله‌ییز انتقال موضوع ومني.
له بلې خوا، غزه له سخت بشري ناورین سره مخ ده او نړۍوالې ادارې خبرداری ورکوي چې د مرستو نشتوالی به د لوږې پراخ ناورین ته لاره هواره کړي.

نور خبرونه

رادیو