یونان د دویمې ورځې لپاره له سختو ځنګلي اورونو سره په مبارزې بوخت دی.
اورونه لا هم د پلازمېنې اټن لوېدیځ ته په پېلوپونیز سیمه او همداراز د ایوبیا، کیټیرا او کریټ ټاپوګانو کې بل دي.
یوناني چارواکو د اورونو د پراخېدو له امله د اروپايي ټولنې مرسته غوښتې، چې له مخې یې چک جمهوریت او ایټالیا اور وژونکي ځواکونه او الوتکې لېږلي دي.
د کیټیرا ټاپو نیمایي برخه سوځېدلې، زرګونه خلک اېستل شوي، کورونه، زیتون ونې، شاتو کندې او ان یوه صومعه د اور ښکار شوې ده. د سیمې مرستیال ښاروال ویلي: «صومعه هم دا مهال له مستقیم خطر سره مخ ده.»
په ایوبیا ټاپو کې د برېښنا شبکه زیانمنه شوې او ځینې کلي د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.
د یونان د اور وژنې ویاند ویلي، نن هم د اور خطر ډېر لوړ دی، خو هڅې روانې دي او وضعیت لږ ښه شوی دی.
په ورته وخت کې پولیسو د کریونري سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، ترڅو د هغو کورونو ساتنه وشي چې خلک یې له اور څخه تښتېدلي دي.
یونان له نږدې یوې اوونۍ راهیسې له ۴۵ درجې سانتيګراډ پورې تودوخه تجربه کوي او ویل کېږي، چې دا د ۲۰۲۳ کال له ویجاړونکي کال وروسته یو بل خطرناک موسم دی.