په هسپانیا کې یو زده کوونکی د خپلو ټولګیوالو د بربنډو انځورونو د جوړولو په تور ونیول شو

۴ ورځې مخکې

هسپانوي پولیس وایي، یو ۱۷ کلن ځوان د مصنوعي ځیرکتیا په وسیلې د خپلو ټولګیوالو نجونو بربنډ انځورونه جوړ کړي او خپاره کړي، چې د قربانیانو کورنۍ یې د قانوني پلټنو غوښتنه کوي.

هسپانوي پولیسو ویلي، چې یاد ځوان د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وسیلې د خپلو ټولګیوالو نجونو جعلي بربنډ انځورونه جوړ کړي او د پلور لپاره‌یې کارولي، چې له همدې امله نیول شوی دی.
پولیسو ویلي، لږ تر لږه ۱۶ نجونو چې د والنسیا د یوه ښوونیز مرکز زده‌کوونکې دي، شکایت کړی چې د دوی جعلي بربنډ انځورونه په ټولنیزو رسنیو او انلاین خپاره شوي دي.
پولیسو ویلي، نیول شوی ځوان تر قانوني څېړنې لاندې دی.
د هسپانیا حکومت سږکال د مارچ په میاشت کې ژمنه کړې وه چې د AI په وسیله جوړې شوې بې اجازې جنسي بڼې انځورګري به جرم وګرځوي، خو دغه مسوده تر اوسه د پارلمان له‌خوا نه ده تصویب شوې.

نور خبرونه

رادیو