په جرمني کې له پټلۍ څخه د یوه سیمهییز اورګاډي د اوښتو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.
د درېیو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د جرمني لومړي وزیر د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
دا پېښه د یکشنبې په ورځ (د زمري ۵مه) د رېدلینګن ښار ته نږدې رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، دې مسافر وړونکي اورګاډي شاوخوا ۱۰۰ مسافرین درلودل، چې د زیګمارینګن او اولم ښارونو ترمنځ د یوه غرني او ځنګلي سیمه کې په حرکت کې و.
د ځایي راپورونو له مخې، د پېښې پر مهال سیمه د سخت طوفان، باران او برېښنا لاندې وه، چې ښایي همدا د پېښې یو له احتمالي لاملونو څخه وي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شويو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د اورګاډي له لوېدو وروسته مسافر چیغې وهي او د ژغورنې او اور وژنې ډلې هلته رسېدلي دي.
پولیسو ویلي، چې د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوي او د طوفان له امله د رالوېدلو ونو شتون هم د احتمالي لاملونو له ډلې ګڼل شوي دي.