د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې له ۱۵ زرو څخه ډېر ښکار شوي مرغان او حیوانات بېرته طبیعي چاپېریال ته خوشې شوي، څو د هېواد طبيعي تنوع وساتل شي او د حیواناتو د نسل د لهمنځه تلو مخه ونیول شي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۵مه) د رسنیو په مرکز کې د یو کلنو لاسته راوړنو د راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې.
په راپور کې راغلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ښکار، قاچاق او غېرقانوني پلور ضد اقداماتو له لارې ۱۵ زره او ۷۵۵ مرغان او حیوانات له نیول کېدو وروسته بېرته طبیعت ته خوشې شوي دي.
چارواکي وایي، د یادو پېښو په تړاو ګڼ کسان قانوني تعقیب ته سپارل شوي دي.