د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې نن یکشنبه په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي. دغه پېښې د سالنګ په کوکلامي او اولنګ سیمو کې شوې دي.
د طالبانو د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د سالنګ ولسوالۍ د کوکلامي درې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاټسن موټر د ولسوالۍ پر لارې له سړکه منحرف شو او سیند ته ولوېد. د دغې پېښې له امله یو تن مړ شو او ۳ نور ټپيان شول.
د سرچینې په وینا، دویمه پېښه هم نن یکشنبه مازدیګر مهال شاوخوا ۴ بجې د اولنګ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو پاسو ډوله موټر له سویله شمال ته روان و او له مقابل لوري څخه د اوړو بار وړونکي موټر سره یې ټکر وکړ.
په دې پېښه ۴ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.
په سالنګونو کې د موټر چلوونکو له لوري بې احتیاطي او د لارې خرابوالی د ټرافیکي پېښو رامنځته کېدو لاملونه ګڼل کېږي.