متقي: برېتانوۍ جوړه په زندان کې له ټولو بشري حقونو برخمنه ده

پرون

د طالبانو د بهرنیو چارو ویز امیر خان متقي د دغه وزارت د یو کلنې لاسته راوړنو په کنفرانس کې ویلي، چې د دوی په زندان کې د بريتانوۍ جوړې ټول بشري حقونه خوندي دي.

نوموړي ویلي، چې دوی په دوامداره توګه له خپلې کورنۍ سره په اړیکه کې دي او روغتیا ته یې هم پاملرنه کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ (د زمري لومړۍ نېټه) په دې جوړ شوي کنفرانس کې د دوی په زندان کې د برېتانوي خاوند او مېرمنې د وضعیت په اړه وویل: «برېتانوي جوړه وخت پر وخت د کورنيو سره په تماس کې ده، بشري حقونه يې په نظر کې نیول شوي، تماس، علاج او د استوګنې د ځای لپاره یې رسېدنه شوې.»

د متقي په خبره، د دې جوړې د خلاصون لپاره هڅې رواني دي خو د ده په خبره چې د ازادېدو یو شمېر پړاونه یې لا هم پاتې دي.

ګارډین ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د یوې زړې برېتانوۍ جوړې ماشومانو له طالبانو غوښتنه کړې وه، چې دوی مخکې له دې چې «په زندان کې مړه شي» خوشې کړي.

د برېتانوۍ جوړې ماشومانو اعلان وکړ، چې ملګري ملتونه به ډېر ژر په دې اړه یو بیان خپور کړي او د ۷۶ کلنې باربي رینالډز او د هغې د ۸۰ کلن مېړه پیټر د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه به وکړي.

د دغې برېتانوۍ جوړې اولادونو ویلي، چې ملګري ملتونه به ډېر ژر د دې موضوع په اړه خبرپاڼه خپره کړي او د ۷۶ کلنې باربي رینولډز او د هغې د ۸۰ کلن مېړه پيټر د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه به وکړي.

دغه خاوند او مېرمن له تېرو پنځو میاشتو راهيسې د طالبانو په زندان کې دي او تر اته اوونۍ مخکې دوی یو د بل څخه جلا ساتل کېدل، چې تر سخت امنيتي څار لاندې و.

امیرخان متقي په دې کنفرانس کې زياته کړې، چې دوی له زندانیانو څخه سیاسي استفاده نه کوي.

نور خبرونه

رادیو