د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې یې تر ۱۷،۶۰۰ زیات افغان کډوال منلي او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې نږدې ۱.۳۵ میلیارده درهمه (۳۶۷.۶ میلیونه ډالر) لګولي دي.
یاد وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، « د منل شویو افغان وګړو د ژوند ټولې اړینې اړتیاوې لکه روغتیايي خدمات، استوګنځای، خواړه، اړیکې، د سفري اسنادو اسانتیاوې او ډیپلوماتیک ملاتړ برابر شوي، تر څو دوی ته د انساني کرامت او هوسا ژوند شرایط برابر شي.»
په اعلامیه کې راغلي، دغه منل شوي افغانان د اماراتو په ابوظبي کې د «اماراتو بشر دوستانه ښارګوڼي» په نوم کمپ کې ځای پر ځای کړل شوي دي.
په بشر دوستانه ښارګوټي کې همداراز ۱۷ دفترونه د هغو هېوادونو سفارتونو لپاره پرانیستل شوي چې افغان کډوال غواړي ور وکوچېږي.
د دې ترڅنګ یادو افغانانو لپاره زدهکړې، روزنیز پروګرامونه او د ښوونځیو ترانسپورت هم برابر شوی دی.
د راپور له مخې، نږدې ۲،۶۰۰ افغانانو د حرفوي او مسلکي زدهکړو له ورکشاپونو ګټه اخیستې ده.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي: « اماراتو د افغان ولس د مرستې لپاره هېڅ ډول هڅه نه ده سپمولي. دغه هېواد له هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره یې بشري ملاتړ پيل کړی.»
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا اقدامات د اماراتو د بشري مرستو له اصولو، زغم، ګډ ژوند او د انساني ارزښتونو له روحیې سرچینه اخلي.
وزارت زیاتوي: انساني کرامت ته پاملرنه د اماراتو د تاسیس له وخته یو بنسټیز اصل پاتې شوی، پرته له دې چې د افرادو قومي، مذهبي یا جغرافیایي شالید وکتل شي.