ملګرو ملتونو کې د قطر استازې: د افغانستان د ثبات لپاره خپلو منځګړو هڅو ته دوام ورکوو

پرون

په ملګرو ملتونو کې د قطر هېواد استازې شېخ عالیه احمد بن سیف ال ثاني وایي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپلو سیاسي او منځګړو هڅو ته دوام ورکړي.

هغې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د خبرو پر مهال زیاته کړه، قطر ژمن دی چې افغانستان بېرته نړۍوالو اړیکو ته ورستون کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې د "نړۍوالې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د څو اړخیزې همکارۍ او د شخړو سوله‌ییز حل" تر سرلیک لاندې ترسره شوه، عالیه احمد بن سیف ال ثاني وویل، هېواد یې د افغانستان د ناورین د حل لپاره اوږدمهاله او فعاله هڅې کړي دي.

نوموړې وویل: «قطر ژمن دی چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او نړۍوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو لپاره د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د دوحې بهیر کوربه‌توب ته دوام ورکړي.»

قطر له هغو هېوادونو څخه دی، چې له ډېر پخوا راهیسې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچونو د حل لپاره منځګړی رول لوبوي. دوحه د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د سولې هوکړې کوربه و او همداراز یې د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو او نړۍوالو همغږیو لپاره زمینه برابره کړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت استازې ټینګار وکړ، چې افغانستان لا هم له لویو بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی او د حل یوازینۍ لاره‌یې د سولې، پراخې مشورې او نړۍوالې همکارۍ دوام دی.

قطر د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل، چې افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ډاډ دې ورکړي، چې د دغه هېواد د خلکو حقونه په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقوق باید خوندي پاتې شي.

قطر همداراز له نړۍوالو مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو ته دوام ورکړي، ځکه د شخړو، وچکالۍ، اقتصادي سقوط او نړۍوالې انزوا له امله د افغانستان بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

قطر یو ځل بیا څرګنده کړه، چې د خپل بهرني سیاست پر بنسټ د شخړو د سوله‌ییز حل پر اصولو ولاړ دی او د افغانستان د ثبات لپاره به خپل سیاسي نفوذ، همکارۍ او د دوحې بهیر له لارې هڅې جاري ساتي.

نور خبرونه

رادیو