د طالبانو د نیمروز والي په دغه ولایت کې د رېل پټلۍ د جوړېدو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې دغه پروژه حیاتي وبلله او ویې ویل چې د اورګاډي ټرانسپورټ تر نورو ټرانسپورټي لارو ارزانه او چټک دی، نو له همدې امله به د کندهار- هرات پټلۍ جوړېدل تجارتي لګښتونه کم کړي.
د طالبانو د نیمروز والي محمد قاسم خالد د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر دویمه وویل، چې په دې سره به د نیمروز یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره او نیمروز ولایت به یو ستراتیژیک موقعیت شي.
د نیمروز ولایتي دفتر وايي، د رېل پټلۍ له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو په پایله کې به نړیواله سوداګري پراخه او ورسره به د افغانستان د صادراتو کچه لوړه او د وارداتو بهیر هم اسانه شي.
له دې وړاندې د طالبانو د رېل پټلۍ مسوول بخت الرحمن شرافتد چابهار بندر او د چابهار – زاهدان – نیمروز رېل پټلۍ له پروژې څخه تر لیدنې وروسته ویلي و، چې نیمروز به دروزنک ریل پټلۍ د میلک کراس له لارې له چابهار بندر سره ونښلول شي.