له پېښو سره د طالبانو د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست د ژغورني نړۍوالي کمېټې د بېړنیو حالاتو د پروګرام له مسوول سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او همداراز یې په ډاګه کړه چې موسسې باید داسي اساسي کارونه وکړي چي خلک د ډېر وخت لپاره ترې استفاده وکړي.
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د بېړنیو حالاتو د پروګرام مسوول شوکت الله عظیمي په دې کتنه کې ژمنه وکړه، چې په اسلام کلا بندر کې به له ایرانه د را اېستل شویو افغانانو لپاره جوړ شوي پنډ غالي ته داسې ۱۲۰ معیاري خیمې وسپاري، چې ټولې اسانتیاوې به ولري.
د ویلو ده، چې ایران له څه مودې راهیسې په یو مخیز ډول د افغانانو اېستنې ته ملا تړلې ده او راستانه شوي افغانان هم په اسلام کلا بندر کې د امکاناتو له نشتوالي شکایت لري او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم پر یاد وضعیت د اندېښنې له څرګندولو سربېره له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په دې سختو شرایطو کې باید د دغو راستانه شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.