د طالبانو او ېونېسف تر منځ په افغانستان کې د عاید او مصرف سروې پر ترسره کېدو ټينګار وشو

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د رییس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د مشر تاج‌الدین اویوالي تر منځ په کتنه کې په افغانستان کې د عاید او مصرف سروې د ترسره کولو پر لارو چارو او د زېږونونو د ثبت سېسټم پر جوړولو او پراختیا خبرې وشوې.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د عاید او مصرف د سروې د څرنګوالي په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د دغې ادارې رييس په دې کتنه کې چې د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۸مه ترسره شوه، وویل چې دغه اداره په هېواد کې د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوال ثبتولو په برخو کې د معتبرې ملي مرجع په توګه فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو