د امریکا مشرانو جرګې اسراییل ته د وسلو د خرڅلاو بندیز طرحه رد کړه

۱۰ ساعتونه مخکې

د امریکا د متحد‌ه‌ایالتونو مشرانو جرګې پرون له هغه پرېکړه‌لیک سره مخالفت وکړ، چې اسراییل ته د وسلو د خرڅلاو بندېدو غوښتنه یې کوله. دا طرحه د ډېموکراټانو سناتور برني سانډرز له‌خوا وړاندیز شوې وه.

په لومړۍ رایه اچونه کې ۲۷ سناتورانو د پرېکړې په ګټه او ۷۰نورو یې پر ضد رایه ورکړه. د دې پرېکړه‌لیک په ملاتړکوونکو کې ۱۲ډېموکراټ سناتوران هم شامل وو، چې مخکې یې اسراییل ته د وسلو له پلور نه ملاتړ کړی و.

د دې پرېکړه‌لیک موخه د غزې جګړې پرمهال اسراییل ته د امریکایي وسلو د لېږلو مخنیوی و؛ خو د سناتورانو د اکثریت مخالفت له امله رد شوه.

نور خبرونه

رادیو