د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۸مه تاجکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره په کتنه کې د افغانستان او د لوېدیځې اسیا د سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو پر غزې د سراییل د بریدونو د درېدو او همداراز د غزې له ولس سره د مرستو لپاره د بېړني اقدام پر اړتیا هم ټينګار وکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو له ارزونې وروسته د تهران او دوشنبه تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو مناسباتو پراختیا هم مهمه وبلله.
د ایران او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو همداراز ژمنه وکړه، چې په نړۍوالو غونډو کې به د یو بل له دریځه ملاتړ کوي.