د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې هېواد یې له سوېلي کوریا سره یو نوي سوداګریز تړون ته رسېدلی دی. د دغه تړون له مخې؛ امریکا به له سوېلي کوریا نه پر وارد شویو توکو ۱۵ سلنه تعرفه ولګوي، چې دا تعرفه پخوا ۲۵ سلنه وه.
په بدل کې سوېلي کوریا ژمنه کړې، چې په متحدهایالاتونو کې به د ۳۵۰ مېلیارد ډالرو پانګونه وکړي او له دغه هېواده به د اوبلن طبیعي ګاز په ګډون د ۱۰۰ مېلیارد ډالرو انرژي وپېري.
سوېلي کوریا همداراز چمتو ده، چې ځینې امریکایي محصولات لکه موټرونه، لارۍ او کرنیز توکي خپل بازار ته له محصول پرته د ننوتلو اجازه ورکړي.
دا هوکړه د دواړو هېوادونو د چارواکو لهخوا په سپینه ماڼۍ کې له لیدنې وروسته شوې او موخه یې د دواړو مهمو شریکانو ترمنځ د سوداګریز تاوتریخوالي کمښت یاد شوی.