پاکستان کې د سېلابونو له امله د ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي

۱۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
په حسن عبدال سیمه کې یو موټر چې لس کسان یې لېږدول په سېلاب کې ډوب شوی، چې له امله یې د څلورو ښځو جسدونه موندل شوي؛ خو د یو څلور کلن ماشوم لټون لا هم روان دی.

دغه کورنۍ له واده نه ستنېده، چې د لارې په اوږدو کې سېلاب ایساره کړې ده.
په یوې بله پېښه کې په بالاکوټ ولسوالۍ کې یو خټین کور نړېدلی، چې دوه نجونې یې مړې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو