ملګري ملتونه: د افغانستان، سوډان او غزې د ناورینونو د حل لپاره نړۍوالې هڅې په زیاتېدو دي

۲ ورځې مخکې

ملګري ملتونه د اسلامي همکاريو سازمان سره د زياتېدونکي جیوپولیټيکي ګډوډۍ په منځ کې خپله همکاري پراخوي؛ څو له غزې او سوډان څخه تر مانمار او افغانستان پورې د اوږد مهاله شخړو په حل کې مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په ناامنو سیمو کې د دغه سازمان غږ ډیر ارزښت لري.

د منځنۍ ختيځ لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال خالد خیاري امنیت شورا ته د پنجنشبه په ورځ (د زمري ۲مه) وویل، چې د اسلامي همکاريو سازمان د سولې د هڅو، د نړۍوال قانون د ملاتړ او د تلپاتې سیاسي حل لارو د برابرولو په برخه کې یو لازمي ملګری پاتې شوی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان، چې مرکز يې د سعودي عربستان په جده کې دی، ۵۷ غړي هېوادونه او ۵ څارونکي لري، چې د سیاسي، اقتصادي او مذهبي مهمو برخو استازیتوب کوي.

ښاغلي خیاري وویل: «د دې سازمان غږ په هغو سيمو کې چې له شخړو سره مخ دي ډېر ارزښت لري.»

هغه زياته کړې: «ملګري ملتونه دا ملګرتیا نه یوازې د ادارو ترمنځ د همکارۍ په توګه ارزښتمنه بولي، بلکي دا یې د دوامدارې سولې، ټولګډونه حکومتولۍ، د نړۍوالو او بشري حقونو د قوانینو د درناوي لپاره د خپلو هڅو یو مهم عنصر ګڼي.»

نوموړي ټينګار کړی، چې دا همکاري د ملګرو ملتونو د منشور د اتم فصل سره سمون لري، چې له سیمه یيزو سازمانونو سره د سولې د ساتلو لپاره د همکاري هڅه ده.

د ناورینونو په حل کې مرسته

خالد خياري د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاريو سازمان ترمنځ ګډو فعالیتونو ته په اشارې ویلي؛ دواړو په غزه کې د بیارغونې طرحه تایید کړې، د عربي لیګ ملاتړ يې کړی او د سينیګال په پلازمېنه ډاکار په کلنۍ غونډه کې يې د بیت المقدس د مسلې په اړه همکاري کړې ده.

د هغه په خبره، چې په سوډان کې يې په تېره دوه کلنه جګړه کې چې ویجاړونکي بشري پايلي یې لرلې، د اسلامي همکاريو سازمان د منځګړیتوب هرکلی کړی.

هغه د افغانستان د ستونزو په اړه د دوحې په پروسه کې د اسلامي همکاريو سازمان د ونډې ساتنه کړې او د طالبانو د لوړو چارواکو سره یې د دغه سازمان د دوامداره اړیکو او د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ یادونه کړې.

په نړۍوالو مسلو کې همکاري

د عمومي منشي مرستیال خیاري وايي، چې په ټاکنو، د ټاکنو روزنې او د ښځو د سیاسي ګډون په برخو کې د دواړو سازمانونو همکاري زياته شوې او د راتلونکو کارونو اړوند یې اړيکې پراخې شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د یوه تفاهم په لاسلیک سره د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه لا پراخه شوې، چې په کې ګډ تخنیکي نوښتونه، له پارلمانونو سره تعامل او د حقونو پر بنسټ د ترهګرۍ د مخنيوي ستراتيژۍ شاملې دي.

خیاري زياته کړې، چې د راتلونکي تړون د عملي کولو لور ته روان دی، تر څو دواړه سازمانونه د تاوتريخوالي د کمولو، دوامداره سولې ته د رسېدو او د څو اړخيزو اصولو د پیاوړتيا لپاره ګټور تمام شي.

نور خبرونه

رادیو